نن سپینه ماڼۍ او پخپله ډونالډ ټرمپ له یوې ستراتیژیکې خپسکې سره مخا مخ دي: د نړیوالې انرژۍ او ترانزیت پر حیاتي شریان یعنې په «هرمز تنګي» د ایران اغېزمن کنټرول او واکمني.
دې وضعیت د امریکا په واکمنه ډله یا اسټیلشمنټ کې بېسارې غوسه او لالهندي رامنځته کړې او دا یی د نړیوالو لپاره څرګنده کړی ده چې د واشنګټن پوځي او اقتصادي فشار اوزارونه نور پخوانی اغېز نه لري.