هینداره؛ د وحدت اونۍ

Share

د ربیع الاول 12 د اهل تشیعو او 17 مه د اهل سنتو په روایاتو کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د مبارکې زوکړې یعني میلادالنبي ورځ بلل شوې ده

دغه له ۱۲ څخه تر ۱۷ پورې ورځې د امام خمینی ره له لورې د اهل تشیع او اهل تسنن وړونو تر مینځ د وحدت د اوونۍ په توګه نومول شوې ده

د دې اوونۍ په پیل کې هغه مبارک نوم ګورو چې د مذهب او جغرافیې له پولو ها خوا د ملیونونو مسلمانانو لپاره د ایمان او وحدت محور دی د رحمت هغه پیغمبر چې توحید ته د بلنې په څنګ کې، له تبعیض سره مبارزه، پر اخلاقو او انساني کرامت ټینګار او د تیت‌پرکو زړونو یوځای کول یې د خپل رسالت له مهمو موخو څخه ګرځولی وو؛ تر دې چې د هغه وخت بېلابېلې او له یو بل سره په جګړه کې ښکېلې قبیلې یې په یوه متحد امت بدل کړ.

موږ هم د نن ورځې په «هینداره» خپرونه کې غواړو دا وڅېړو چې د پیغمبر اکرم (ص) دغه وحدت‌محور کړنلاره، په معاصره نړۍ کې د سیمې او په ځانګړي ډول د مسلمانو هېوادونو لپاره کوم درسونه او پیغامونه لري.

د دیني چارو کارپوه، ډاکټر محمد رحیم درانی، او رسنیز فعال، انور شاهین خانخیل، زموږ د نن ورځې د بحث مېلمانه دي.