دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د افغانستان د فوټسال اتلانو د ستاینې په مراسمو کې وویل، د ایران سیاست د افغانستان د امنیت، ثبات، پرمختګ او د دغه هېواد د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو له حق څخه ملاتړ دی.
مرتضوي ټینګار وکړ چې ایران د مسلمانانو ترمنځ د شخړو لپاره د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي او باور لري چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د خبرو، تفاهم او ګډ مشارکت له لارې وټاکل شي.
هغه وویل، ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره نه شرعي، نه سیاسي او نه عرفي مأموریت لري او نه غواړي د کورنیو اختلافاتو له امله افغانانو ته زیان ورسېږي.
همدغه څرګندونو ته مو د غبرګون په توګه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد سره مرکه کړې