دا مستند د فارس خلیج په سیمه کې د ایران د امنیتي لیدلوري او د سیمهییزې همکارۍ د هڅو اوږده بهیر څېړي؛ له ایران او عراق جګړې وروسته د ګاونډیتوب له سیاستونو، د خلیج د همکارۍ شورا سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو له وړاندیزونو، د «هوپ» طرحې او د سیمهییز امنیت د خپلواک جوړښت له غوښتنې، تر وروستیو پوځي ترینګلتیاوو او د هرمز تنګي موضوع پورې.
پوښتنه مطرح کیږي، چې ولې د فارس خلیج هېوادونو د خپل امنیت لپاره تر ډېره پر بهرنیو ځواکونو تکیه کړې او د ایران د سیمهییزو امنیتي همکاریو وړاندیزونه ولې له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.