په افغانستان کې د نجونو او میرمنو وضعیت

Share

حضرت زینب کبرا(س) د اسلامي تاریخ له اغېزناکو ښځینه شخصیتونو څخه ده چې د کربلا له پېښې وروسته یې د زړورتیا، صبر او استقامت له لارې د هغې پیغام ژوندی وساته. له همدې امله د هغې د زوکړې ورځ په ایران کې د «پرستار ورځې» په نوم هم نمانځل کېږي.
په افغانستان کې بیا ښځینه نرسانې، قابله‌ګانې او نورې طبي کارکوونکې د روغتیايي نظام مهمه برخه ده؛ خو د ښځو د تعلیم او کار محدودیتونو د دې مسلکي کادرونو راتلونکی له پوښتنو سره مخ کړی دی.
له دولتي ادارو څخه د ښځو د کاري حضور تر محدودېدو، په ازاد کاروبار کې د هغوی تر زیاتېدونکي فعالیت او د نجونو له کانکور او لوړو زده‌کړو څخه تر پاتې کېدو پورې، دا پوښتنه مطرح کېږي چې افغانستان به څنګه د ښځو له ظرفیتونو پرته خپلې روغتیايي، تعلیمي او اقتصادي اړتیاوې پوره کړي؟
په اوسنۍ سپړنه کې به د خپلو پوښتنو په ترڅ کې همدغه موضوعاتو ته ځوابونه راوسپړو.
زه عطاءالله خوږیاڼی یم او په خپرونه کې را سره رسنیزه فعاله، اغلې دوکتوره فاطمه فاطمي میلمنه ده.